قاهره (پاکستان نیوز پوائنٹ 07جنوری2016ء) د مصر د افتا كونسل ﴿فتوې جاري كوونكي كونسل﴾ وئيلي دي چې داعش او القاعده دواړو د يو سكې دوه مخونه دي او دواړو يو ډول جرمونه كړي دي۔
د عرب مېډيا له مخې د افتا كونسل لخوا په جاري شوي بيان كښې د القاعده د مشر اېمن
الظواهري د هغه غږګوني پېغام هم غندنه شوې په كوم كښې چې ده د داعش مشر په بيانونو او پالېسو نيوكه كړې۔
په بيان كښې وئيلي شوي دي چې دواړه ترهګرې ډلې دي او دواړه د بې ګناه خلقو په وژنه٬ تباهې٬ بربادې٬ ورانكارې او ترهګرې كښې ككړې دي۔ ﴿م ع/ م ع1413﴾