په افغانستان كښې امنيتي ځواكونو د داعش د 12 غړو پشمول د 85 جنګيالو وژلو ادعا وكړه٬ په قندهار كښې طالبانو 10 خواري كښ وتښتول
كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 04جنوری2016ء) په افغانستان كښې امنيتي ځواكونو د داعش د 12 غړو پشمول د 85 جنګيالو وژلو ادعا كړې او په قندهار كښې طالبانو 10 خواري كښ تښتولي دي۔
د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د افغانستان د دفاع وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په عملياتو
كښې 58 جنګيالي وژل شوي دي چې پكښې د داعش 12 غړي هم شامل دي۔
له بلې خوا په كندهار ولايت كښې طالبانو 10 خواري كښ تښتولي دي۔ د چارواكو له مخې دا كسان د ولايت د تخته پل سيمې څخه تښتول شوي دي او خواري كښو خوشې كولو لپاره هڅې روانې دي۔
بل خوا د افغانستان په هرات ولايت كښې د زرګونو په شمېر خلقو د داعش په ضد احتجاجي مظاهره كړې۔