عراق٬ د پوليسو په تهاڼه بريد كښې 3 چارواكي مړه٬ ځوابي كاروائۍ كښې 4 ځانمرګي بريد كوٶنكي ووژل شول

بغداد (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) عراق كښې د داعش لخوا د پوليسو په تهاڼه بريد كښې 3 چارواكي مړه او په ځوابي كاروائۍ كښې 4 ځانمرګي بريد كوٶنكي مړه او 4 ژوبل شوي۔

د ميډيا راپور له مخې د صلاالدین ولايت امنيتي چارواكو وئيلي دي د پوليسو

په متوكل تهاڼه په ځانمرګي بريد كښې 3 چارواكي مړه او په ځوابي كاورائۍ كښې 4 ځانمرګي بريد كوٶنكي وژل شوي دي۔

په وژل شويو چارواكو كښې يو لېفټېننټ كرنل هم شامل دے۔ د پوليس چارواكو وېنا ده چې په سمارا كښې كرفيو نافذ كړې شوې۔ )م ع/ګ ل/1921)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ