په اقتدار اعلی به هېڅ سودا ونه كړٶ۔ چين

بیجنګ (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) چین د امریکې نوې ټاكلې شوې اولسمشر ډونلډ ټرمپ ته نيغ په نېغه خبردارے وركولو سره وئيلي دې چين به د خپل اقتدار اعلٰې او سيمه ايزې سلامتيا سره په تړون لرونكو چارو امريكې سره سودا نه كوي۔

د برتانيې د خپرونو ادارې له مخې

په امريكا كښې د چين سفير سېكوئي تيان يئن د امريكائي كمپنو مشرانو سره د غونډې په مهال خبرو كښې وئيلي دې دواړو هېوادونو له شريكې اړيكې ښه كولو ته اړتيا ده ۔

ده ووئيل د چين او امريكې د اړيكو سياسي بنياد كمزورې ګڼل نه دي پكار بلكې د دې بايد تحفظ وكړې شي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ