ټوکیو (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) د روسيې اولس مشر ولادي میر پیوټن د جاپان په دوه ورځنۍ دوره ټوكيو ته رسېدلې۔
د المان ميډيا له مخې كال 2014 كښې د كريميا روسيې سره د انضمام نه پس د پيوټن دا د جي سېون د كوم غړي هېواد وړمبنۍ دوره ده ۔
پيوټن به د خپلې دورې په مهال د جاپان وزيراعظم شېنزوآبے
د پلار نيكه سيمه ناګاټو كښې سمټ كښې ګډون كوي۔ دواړه مشران به (نن) د جمعې په ورځ يو ځل بيا ملاقات كوي۔
د جاپان وزيراعظم د روسيې اولس مشر سره د دوېم نړيوال جنګ نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مقبوضه كورل جزائر ستنولو په معامله د خبرو اراده لري په كومه چې جاپان د ملكيت دعوې لري۔