بان كي مون نوي ټاكلي شوي امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ته مباركي وركړه

ملګري ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 12نومبر2016ء) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون نوي ټاكلي شوي امريكائي ااولس مشر ډولنډ ټرمپ ته مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه كړې چې د امريكا او ملګرو ملتونو ترمينځھ ژورې رابطې به دغسې روانې ساتلې شي۔

ډونلډ ټرمپ چا چې صدارتي ټول ټاكنو كښې د ډېموكرېټك كانديدې هلېري كلنټن په ضد حېرانه كوؤنكې كاميابي ترلاسه كړې به د جنورۍ

2017ﺀ په 20 مه نېټھ د امريكا اولس مشر په حېث د خپل مصب سوګند پورته كوي۔

د ملګرو ملتونو د بيان ترمخه بان كي مون تېره ورځ ډونلډ ټرمپ ته د ټېلېفوني تماس د لارې د امريكا په 45 م اولس مشر ټاكل كېدو مباركي وركړه۔

ده هيله ولرله چې امريكا او ملګري ملتونه به ټوله نړۍ كښې امن په ځائې كولو ٬ پرمختګ او د بشري حقونو صورتحال ښه كولو له خپلې دوه اړخيزه اړيكې دغسې مضبوطې ساتي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ