برلن (پاکستان نیوز پوائنٹ 12نومبر2016ء) د المان خارجه وزير فرانك والټر شټائن مائر به راتلونكې اونۍ تركيې ته ځي۔ د المانې ميډيا له مخې په تركيه كښې په جولائي كښې د ناكامه پوځي بغاٶت نه پس به خارجه وزير تركيې ته په وړومبۍ ځل ځي۔
د الماني حكومت لخوا په تركيه كښې د بشري حقونو په صورتحال د تحفظاتو له امله څو
مياشتو راهسې د دواړو هېوادونو اړيكې په ځانګړې توګه كړكېچنې شوې وې۔
د المان پشمول د اروپائي ائتلاف ګڼ شمېر هېوادونو وئيلي وو چې د تركيې اولس مشر له د ياغيانو په ضد د كاروائۍ په مهال د سپېځلتيا او د غېر جانبداري لمن پرېښودل پكار نه وو۔
په اوسنۍ وضعه كښې د خارجه وزير دوره ډېره مهمه ګرځول كېږي.