د چين٬افغانستان او پاكستان درې اړخيزه خبرو اترو دوهم پراؤ لويه كاميابي ده۔چين
بيجنګ (پاکستان پوائنٹ نیوز17دسمبر 2018ء) چين وئېلي دي د چين٬افغانستان او پاكستان درې اړخيزه د خبرو اترو دوهم پړاؤ لويه كاميابي ده۔
چين به په خبرو اترو كښې په ترسره شوو لوظ ناموعملدرآد له د دواړو ډلو سره رابطې ساتي۔د دې خبرې څرګندونه د چين خارجه وزارت وياند هواو چنينګ پرېس بريفنګ په مهال وكړه۔
وياند ووئيل چين په دې خبره باور لري چې خبرې اترې كول
يوه لويه كاميابي ده۔هغه ووئيل د چين خارجه وزير وانګ ي په كابل كښې په خبرو اترو كښې شريك ؤ او د دې نه پس هغه خبريالانو سره خبرې كړي او د غونډې د نتيجو په اړه يې خبر كړي۔
خارجه وزير وئېلي دي دري واړه هېوادونه دې خبرې ته سلا شوي چې د خارجه وزيرانو په كچه به خبرې اترې او رابطو ته د ودې وركولو سره سره په بېلو څانګو كښې درې اړخيزه مرسته روانه ساتلې شي۔