د سوئيلي كوريا روسيه سره د تجارتې لوظنامې لپاره د خبرو اترو كولو اعلان

سیئول (پاکستان پوائنٹ نیوز17دسمبر 2018ء) سوئيلي كوريا روسيه سره د آزاد تجارت لوظنامې لپاره د خبرو اترو كولو اعلان كړې دې۔

د منصوبې مقصد د خذماتو او سرمايه كارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه تجارت ته وده وركول دي۔ دې سره سره انډونيشيا او ملائيشيا سره د آزادې تجارتې لوظنامې په اړه به هم خبرې پېل كړې شي۔

د اقتصاديات

او خزانې وزارت لخوا جاري كړې بيان ترمخه د سږ كال جنورۍ څخه تر اكتوبر مياشتې مودې په مهال د سوئيلي كوريا او روسيه ترمينځھ د تجارت حجم 20 اربه ډالره پاتې شوې چې ورسره هغه د روسيه 8 مې لوئې تجارتي همكار جوړ شوې۔

روسيه سره د تجارت حجم تر كال 2020 ٬ 30 اربه ډالرو ته رسولو لپاره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطول وي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې