ریاض (پاکستان پوائنٹ نیوز 18 مئی 2018ء) د سعودي عربستان د جېل خانه جات وياند برېګېډیئر ډاکټر ایوب بن حجاب وئيلي چې د خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز لخوا د روژې مباركې
مياشتې په راتلو د بنديوانو د خوشې كولو په امر عمل پېل شوې۔
بنديوانو د سعودي مشرتابه مننه كړې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تر دې دمه 1148 بنديوان ښځينه او نارينه خوشې كړې شوي دي۔