د لېبيا ٬ نائیجر او عراق وزيراعظمانو ته مو د مشرانو غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې- ترک وزیراعظم یلدرم
استنبول(پاکستان پوائنٹ نیوز 18 مئی 2018ء) د تركيه وزيراعظم بن علي يلدرم د لیبیا، نائیجر او عراق وزيراعظمانو ته استنبول كښې كېدونكي د اسلامي مرستې تنظيم بېړنۍ غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې۔
د ترك ابلاغ ذريعو ترمخه وزیراعظم یلدرم د لیبیا وزیراعظم فیاض سراج، د نائیجر وزیراعظم برګی رفانی
او د عراق وزیراعظم حید العبادی سره ټېلېفوني تماس ونيولو او دوئي ته ئې د اسلامي مرستې تنظيم په بېړنۍ غونډه كښې د ګډون بلنه وركړه۔
يلدرم دې مشرانو سره خپلو خبرو كښې د مشرانو دې غونډه كښې د خپل هېواد په اعلی كچه د نمائندګۍ كولو او د فلسېطيني وګړو په غم دړد كښې د شريك كېدو څخه خبر كړلَ