په بغداد كښې په ځانمرګي بريد كښې 8 كسان مړه شوي

بغداد(پاکستان پوائنٹ نیوز 17 مئی 2018ء) د عراق په پايه تخت بغداد كښې په الطارميه سيمه كښې په ځانمرګي بريد كښې 8 كسان مړه شوي دي۔

د عرب مېډيا له مخې دا پېښه په شمالي بغدار كښې تېره ورځ هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې

په دې سيمه كښې په لويه شمېره خلق راټول شوي وو۔

په ځانمرګي برېد كوونكې د دوي مېنځ ته ننوتلو او ځان ئې والوزولو۔ په چاودنه كښې 8 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ تراوسه كومې ډلې د دې بريد مسئوليت نه دې منلې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ