كوالالمپور (پاکستان پوائنٹ نیوز 16 مئی 2018ء) په انډونېزيا كښې د پوليسو په هېډكوارټر په بريد كښې 4 كسان وژل شوي دي۔
د خبر له مخې په انډونېزيا كښې پنځو نامعلومو بريد كوونكو په پيكان بارو ښار كښې د پوليسو په هېډكوارټرز بريد وكړو۔
د پوليسو په ځوابي كارروائې كښې څلور بريد
كوونكي وژل شوي او يو نيول شوے۔ د پوليسو له مخې بريد كوونكي په سماټرا جزيره كښې د رياؤ په سيمه كښې د پوليسو هېډكوارټرز ته ننوتلي وو او د تورو په مرسته ئې بريدونه پېل كړي و۔
په دې موقع يو پوليس اهلكار مړ او دوه ژوبل شوي دي۔ تر اوسه كومې ډلې د بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې۔