اېران د منطقې هېوادونو سره سوله ايزې اتومي مرستې كولو ته تيار دے۔ ډاكټر علي اكبر صالحي
لندن(پاکستان نیوز پوائنٹ 17ستمبر 2016ء) د اېران د اتومي ادارې مشر ډاكټر علي اكبر صالحي وئيلي دي چې اېران د منطقې هېوادونو سره سوله ايزې اتومي مرستې كولو ته تيار دے۔
په لندن كښې
د نړيوال نيوكليئر اېسوسي اېشن غونډې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د خليج فارس هېوادونه د اتومي مرستې وده غواړي او تهران په دې لړ كښې خپلې تجربې شريكولو ته تيار دے۔ (م ع/ م ع 1511)