د اېران او د وېنزوېلا د اولس مشرانو ترمېنځه په كراكس كښې ملاقات

كراكس(پاکستان نیوز پوائنٹ 17ستمبر 2016ء) د اېران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني او د وېنزوېلا اولس مشر نكولس مادورو ترمېنځه د وېنزوېلا په پلازمينه كراكس كښې ملاقات شوے او د اېران اولس مشر ده ته د بې طرفه هېوادونو د تنظيم مشر په جوړېدو مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې اېران په دې لړ كښې خپلې تجربې وېنزوېلا

سره شريكولو ته چمتو دے۔

د اېران اولس مشر مهمو نړيوالو او سيمه ايزو بدلونو ته اشاره كولو سره ووئيل چې د بې طرفه هېوادونو تنظيم په اوسنۍ نړۍ كښې مهم كردار لوبولې شي۔

د وېنزوېلا اولس مشر ووئيل چې د ده هېواد اېران سره په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو پوخ عزم لري۔ (م ع/ م ع 1511)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ