هند او پاكستان دې خپل اختلافات د خبرو د لارې حل كړي۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه (پاکستان نیوزپوائنٹ 20مارچ2018ء) ملګرو ملتونو يو وارې بيا په هند او پاكستان زور راوړې چې هغوي دې خپل منځه اختلافات د خبرو اترو دلارې حل كړي۔

د نړيوالې ادارې عمومي سېكتر وياند سټېفن دو جارچ د پرېس بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل ملګري ملتونه د پاكستان او هند

ترمينځھ په زياتېدونكي تاؤ تريخوالي نظر ساتي او مونږ د پخوانو ستونزو هوارولو له د دواړو اړخونو ترمينځه د مذاكراتو ډاډګيرنه كوؤ۔

د دې پوښتنې په ځواب كښې چې آيا د نړيوالې ادارې مشر ددواړو هېوادونو وزويراعظمانو سره په دې اړه كومه خبره كړې ٬ وياند د كومې تبصرې كولو څخه ډډه وكړه۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ