د فلسطيني اولس مفاد تر ټول وړومبې٬ ټولو لپاره به د امن خبره كوؤ۔ سعودي ولي عهد
واشنګټن (پاکستان نیوزپوائنٹ 17مارچ2018ء) د سعودی عربستان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود د امريكا دورې په مهال ددې خبرې باور وركړې چې سعودي عربستان د فلسطيني اولس د ګټو ملاتړ ته خاص پام كوي۔
د امريكا دورې په مهال سی بی اېس سره خپله مركه كښې ده ووئيل د سعودی عربستان او امريكا
ترمينځھ اړيكې په 80 كلونو محيط دي۔
سعودي عربستان په منځني ختيځ كښې د امريكا پخوانې ملګرې دې۔ د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل زه په فطري توګه د امن خبره كوم۔
مونږ بايد د تاؤ تريخوالي پېدا كولو خبره و نه كړو۔ ده ووئيل زه د فلسطيني وګړو ګټو ته خاص پام كولو سره د ټولو د ګټې خبره كوم۔