په افغانستان كښې 63 طالبان ووژلې شول

كابل (پاکستان نیوزپوائنٹ22نومبر2017ء) د افغانستان په قندهار ولايت كښې د امنيتي ځواكونو په شريكو عملياتو كښې 63 طالبان وژلې شوي دي۔

د غېر ملكي خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د پوليس وياند وئيلي دي افغان ملي اردو او پوليس د مېوند او زهرائي په ولسواليو كښې شريك عمليات كړي دي٬ په عملياتو كښې 30 جنګيالي د شامير

او جاګروم په سيمو كښې وژلې شوي او دغسې 25 جنګيالي په مېوند كښې مړه شوي دي۔

د خبر له مخې په عملياتو كښې د 10 نه زيات جنګيالي ژوبل شوي هم دي او پينځه نيولې شوي۔ په لوګر ولايت كښې هم د افغان ځواكونو په عملياتو كښې 8 طالب جنګيالي وژلې شوي ۔

په عملياتو كښې د جنګيالو ګاډي٬ وسله او مائيونه هم تباه شوي دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ