بيجنګ (پاکستان نیوزپوائنٹ22نومبر2017ء) د چين فضائي كمپنۍ ايئر چائنا د شمالي كوريا لپاره پروازونه معطل كړی دي كوم څخه چې د شمالي كوريا بهرنۍ رابطې نورې محدود شوي دي۔
د چين حكومت دا پريكړه د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ دورې نه پس رامخې ته شوې۔حكومت وئېلي دي دا يوه كاروباري پريكړه ده د كومې چې سياسي مقاصد
نشته۔
چين د اتومي وسلې په معامله د پېدا شوې بحران خاتمې لپاره تېره اونۍ خپل يو خاص استازې سانګ تاؤ په څلور ورځنۍ دوره شمالي كوريا ته لېږلې ؤ خو د دهغه دوره بې سود پاتې شوې ده ۔
ايئر چائنا د دې څخه وړاندې په اپرېل كښې هم د شمالي كوريا لپاره خپل پروازونه معطل كړي وو خو بيا وروستو يې بحال كړي۔