د امريكائي وګړي كېټلن كولمن او د هغه د كورنې راخوشې كېدل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نزدې اړيكو عكاسي ده٬ د كال 2013م نه پس په ځانګړې توګه د ترهګرې د بريدونو كمېدو په نتيجه كښې پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارو باور زيات شوے٬ د سي پېك غوندې انقلابي پروژې سره به سوئيلي او مېنځنې اسيا كښې پرمختګ٬ استحكام او خوشحالې راشي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال په مډل ايسټ انسټي ټيوټ كښې امريكائي سكالرانو او تهنك ټېنكس ته وېنا

واشنګټن (پاکستان نیوزپوائنٹ13اکتوبر2017ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د امريكائي وګړي كېټلن كولمن او د هغه د كورنې راخوشې كېدل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نزدې اړيكو عكاسي ده٬ د كال 2013م نه پس په ځانګړې توګه د ترهګرې د بريدونو كمېدو په نتيجه كښې پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارو باور زيات شوے٬ د سي پېك غوندې انقلابي پروژې سره به سوئيلي او مېنځنې اسيا كښې پرمختګ٬ استحكام او خوشحالې راشي۔

ده دا خبرې په واشنګټن كښې په مډل ايسټ انسټي ټيوټ كښې امريكائي سكالرانو او تهنك ټېنكس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔

وفاقي وزير ووئيل د امريكې د انټيلي جنس شريكولو په بنياد په كال 2012م كښې د افغانستان څخه د تښتولې شوې امريكائي

وګړي كېټلن كولمن او د هغه د كورنې راخوشې كېدل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نزدې اړيكو عكاسي ده۔

وفاقي وزير احسن اقبال په دې موقع ګډون كوونكو ته په پاكستان كښې ښه شوي امنيتي صورتحال په اړه بريفنګ هم وركړو۔

وفاقي وزير ووئيل د پاكستان د ترهګرې د خاتمې پاليسي په شل نكاتي نېشنل اېكشن پلان كښې شامله ده او په منطقه كښې د ترهګرې خاتمې په اړه د داسې هڅو هېڅ مثال نشته۔

وفاقي وزير ووئيل د اوسني حكومت په دور كښې د اقتصادي اصلاحاتو پروګرام په نتيجه كښې د هېواد معيشت په ځانګړې توګه پرمختګ كړے۔

ده ووئيل د چين او پاكستان اقتصادي لار انقلابي پروژه ده او دې سره به په سوئيلي او مېنځنې اسيا كښې پرمختګ٬ استحكام او خوشحالې راشي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ