په افغانستان كښې سږ كال په فضائي بريدونو كښې د وګړو وژنه 50 فيصده زياته شوې
ملګري ملتونه (پاکستان نیوزپوائنٹ13اکتوبر2017ء) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په افغانستان كښې سږ كال په فضائي بريدونو كښې د وګړو وژنه د تېر كال په نسبت 50 فيصده زياته شوې۔
د ملګرو ملتونو لخوا جاري شوي په درې مياشتني راپور كښې وئيلي شوي دي چې د افغان وګړو د
وژنې د اضافې سبب سږ كال د اګست په مياشت كښې د امريكائي اولس مشر ټرمپ لخوا د افغانستان په اړه د نوې تګلارې د اعلان نه پس د امريكائي پوځ د بريدونو زياتېدل دي۔
په راپور كښې وئيلي شوي دي چې سږ كال د ستمبر مياشتې تر پاې داسې 205 وګړي مړه او 261 ژوبل شوي دي۔