صومالیه كښې د افریقائي ائتلاف امن پوځ او الشباب جنګيالو ترمينځه نښته٬ 16 كسان مړه شول
موغادیشو(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) صومالیه كښې د افریقائي ائتلاف امن پوځ او الشباب جنګيالو ترمينځه نښته كښې 16كسان مړه شوي دي ۔
میډیا راپور له مخې چارواكو ووئيل
بکول ولايت كښې شدت خوښو په يوه پوځي اډه بريد كړے چې ورسره سيمه كښې نښتې پيل شوي دي ۔ چارواكو ووئيل تر اوسه په دې نښتو كښې 15 شدت خوښې مړه شوي او د نښتو لړۍ روانه ده.