انقرہ(پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) ترکیه د آسټریا سره سفارتی تاؤ ترېښوالې نه پس ویانا كښې تعینات خپل سفیر بيرته راوبللے دے ۔
د ترکیه او آسټریا ترمينځه تيرو څو اوونو راهسې تاؤ ترېښوالې راروان دے او د دې لوئې سوب د آسټریا ځينو چارواكو د ترکيه قیادت په ضد ناوړه
بیانونه وركول دي۔
د آسټریا يو اعلیٰ چارواكې وئيلي وو چې ترکیه د آمریت پلو روان دے دغسې ځينو نورو لارښودو د ترکیه د اروپائي ائتلاف رکنیت لپاره د خبرو اترو ختمولو غوښتنه كوله۔
ترکیه د دې په ردعمل كښې آسټریا د ''ریډیکل نسل پرستۍ سرښار '' ګرځولې وو.