نوې ډېلۍ(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د هند په پنځو شمالي آيالتونو كښې د سېلاب په نتيجه كښې د مړو شمېره 40 ته رسېدلې او د زرګونو په شمېر كسان بې كوره شوي دي ۔
د هندي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې په مدهيه پردېش كښې تر ټولو زيات 31 كسان
مړه شوي دي۔ په اترپرېش٬ مدهيه پردېش٬ بهار٬ لوېديز بنګال او جهاركھنډ كښې د سېلاب په نتيجه كښې زيات زيان شوے دغسې راجهستان او اتركھنډ ايالتونه هم سېلاب ځپلي دي۔
په اسام٬ تامل ناډو او كرناټك كښې سېلاب په لويه پېمانه تباهي خپره كړې.