پاكستان د نيوكليئر سپلائرز ګروپ د غړيتوب ټولې تقاضې په هر لحاظ پوره كوي٬ پاكستان دې هم د نيوكليئر سپلائرز ګروپ غړے جوړ كړے شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي په سلامتي كونسل كښې وېنا

نيويارك (پاکستان نیوزپوائنٹ 30جون2017ء) پاكستان وئيلي دي چې پاكستان د نيوكليئر سپلائرز ګروپ د غړيتوب ټولې تقاضې په هر لحاظ پوره كوي٬ پاكستان دې هم د نيوكليئر سپلائرز ګروپ غړے جوړ كړے شي۔

په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په خپله وېنا كښې ووئيل

چې په سول نيوكليئر مرسته كښې دې فرق ونه كړې شي او دا كار دې سپېځلې جوړ كړے شي۔

هغې ووئيل چې پاكستان د اټومي وسلې د نه خپرولو پوخ عزم لري۔ هغې غوښتنه وكړه چې پاكستان دې هم د نيوكليئر سپلائرز ډلې غړے جوړ كړے شي ځكه چې پاكستان د نيوكليئر سپلائرز ګروپ د غړيتوب ټولې تقاضې په هر لحاظ پوره كوي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ