واشنګټن (پاکستان نیوزپوائنٹ 24جون2017ء) امریکا كوئټه او پاراچنار كښې د ترهګر بريدونو غندنه كړې د كومو په نتيجه كښې چې بې ګناه وګړي او پوليس اهلكار مړه شوې دي۔
د امريكا خارجه څانګې وياند لخوا د خالي په ورځ ترلاسه شوي پېغام كښې وئيلي شوي چې مونږ د ترهه ګرۍ
ځپلې كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كوؤ۔
بيان كښې دا هم وئيلې شوي چې د ترهګرۍ خطر مخنيوي له به امريكا پاكستان او د سيمې نورو شريكوالو هېوادونو سره په ګډه كار كول روان ساتي۔ وياند زياته كړه چې امريكا د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان اولس سره ولاړه ده.