ګوئټے مالاسټي (پاکستان نیوزپوائنٹ 21جون2017ء) د ګوئټے مالا لوېديزه برخه كښې د سختو بارانونو نه وروستو د خاورو كمر لوېدو په نتيجه كښې 11 كسان مړه شوي دي ۔
د غېر ملكي خبري اژانس ادارې له مخې د هنګامي صورتحال لپاره كار كونكي مركز وئيلي دي د خاورو كمر رالوېدو له
امله ځينې كورونه تباه شوي او په هائي وے دوه بسونه د خاورو كمر لاندې ګير شوي۔
دا پېښه په سين پيډره سولوما سيمه كښې رامخې ته شوې چرته چې د سختو بارانونو نه وروستو د خاورو كمر لوېدلې۔پھ مړو كښې 10 كسان په ګاډو كښې ناست وو كوم چې د خاورو كمر لاندې ګير شوي وو۔