صوماليه كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې 15 كسان مړه٬ 9 ژوبل

موغاديشو (پاکستان نیوزپوائنٹ 21جون2017ء) د صوماليه په پايه تخت موغاديشو كښې په يو موټري بمي چاودنه كښې لږ تر لږه 15 كسان مړه شوي دي ۔

د غېر ملكي خبري اژانس ادارې له مخې د موغاديشو امنيتي چارواكو لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د موغاديشو ضلعي مركز كښې د پيو خرڅونكي ګاډي د لارې ځانمرګي بريد شوې چې په نتيجه

كښې يې د 9 كسانو د ژوبل كېدو اطلاع ترلاسه شوې ده۔

حسېن ووئيل په چاودنه كښې مړه زياتره عام وګړي دي ۔د ځينو ژوبل شويو حالت اندېښمن دے چې په سوب يې د مړو شمېره زياتېدې شي ۔

حكومتي عهديدارانو اعلان كړی وو چې د بريد كوونكو تراوسه درك نه دې لګېدلې۔له بلې خوا الشباب د دې بريد ذمه واري قبوله كړی ده۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ