په ټوله نړۍ كښې په وړومبي ځل د كډوالو شمېره د شپږ نيم كروړو نه زياته شوې۔ملګري ملتونه
جنېوا (پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په ټوله نړۍ كښې په وړومبي ځل د كډوالو شمېره د شپږ نيم كروړو نه زياته شوې۔
د كډوالو دا شمېره د ټولې نړې د انسانانو د شمېرې د يو فيصد نه زياته ده۔
د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې وئيلي دي چې په وړومبي ځل د كال 2015م تر پاې د كډوالو شمېره د 6 كروړو نه زياته ريكارډ كړې شوې وه۔
په دې كډوالو كښې د ډېرو تعلق سوريې٬ فلسطين او افغانستان سره دے۔