په مالېزيا كښې نور جنګيالي هم ونيول شول

كوالالمپور(پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) د مالېزيا د پوليسو چارواكو وئيلي دي چې پوليسو د بېلا بېلو چاپو په مهال نور 9 شكمن جنګيالي هم نيولي دي۔

وئيلي كېږي چې په دې نيول شويو كسانو كښې ده داسې جنګيالي هم شامل دي كوم چې د جولائي په مياشت

كښې په كوالالمپور كښې په بمي بريدونو كښې ككړ وو۔

د دې بريدونو ذمه واري داعش قبوله كړې وه۔ د مالېزيا د پوليسو يو مشر انسپكټر جنرل خالد ابو بكر له مخې د مالېزيا پوليسو د تېرې اونې په مهال 230 شكمن جنګيالي نيولي دي چې پكښې 30 غېر ملكيان دي.

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ