ډونلډ ټرمپ د سعودي نه پس اسرائيل ته ورسېدو مونږ لپاره دا ښه موقع ده چې منطقې او د دې ځائ خلقو لپاره امن او استحكام بحال كړو۔ د اولس مشر ټرمپ په هوائي مېدان ميډيا سره مختصر خبرې
مقبوضه بيت المقدس (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عرب دورې نه پس اسرائيل ته رسېدلې۔
امريكائي اولس مشر ټرمپ د ګل په ورځ اسرائيل ته د رسېدو نه پس منطقه كښې امن او استحكام لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه۔
د تل ابیب په هوائي مېدان ميډيا سره ميډيا سره په خپلو مختصر خبرو كښې ده د اسرائيل او امريكې د نه ماتېدونكي تړون ذكر وكړو۔
ټرمپ ووئيل د اولس مشر په حېث په خپله وړومبۍ
غېر ملكي دوره كښې په دې پخوانۍ او مهمه زمكه د امريكې او اسرائيل ترمېنځه د نه ماتېدونكې رشتې پخلي له راغلې ېم۔
ده ووئيل مونږ لپاره دا ښه موقع ده چې مونږ منطقې او د دې ځائ خلقو لپاره امن او استحكام بحال كړو٬ دا هله كېدې شي چې مونږ شريكې هڅې وكړو او د دې لپاره بله يوه لار هم نشته۔
په دې موقع د اسرائيل وزيرانو د امريكائي اولس مشر په خواست د فلسطين معيشت بهترۍ لپاره د اقداماتو كولو باور وركړو۔