وزیراعظم محمد نواز شریف په ریاض كښې د امریکا عرب اسلامي مشرانو په كنفرنس كښې د ګډون كولو نه پس د حضور﴿ص﴾ په روضه حاضري كولو له مدينې منورې ته ورسېدو

مدینه منورہ (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) وزیراعظم محمد نواز شریف په ریاض كښې د امریکا عرب اسلامي مشرانو په وړومبي كنفرنس كښې د ګډون كولو نه پس د حضور﴿ص﴾ په روضه حاضري كولو له مدينې منورې ته رسېدلې۔

د وزيراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز او د قامي سلامتيا سلاكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه هم وزيراعظم سره وو۔

وزیراعظم د باچا سلمان بن عبدالعزیز په بلنه په دورې ورځنۍ دوره په سعودي عرب كښې دے۔ د ېادونې وړ ده چې تېره ورځ سعودي عرب ته د

رسېدو نه پس وزیراعظم د امريكا عرب اسلامي مشرانو په وړومبي كنفرنس كښې ګډون وكړٶ۔

د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ مخنيوي په اړه په دې كنفرنس كښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ او د اسلامي نړۍ مشرانو ګډون وكړو۔

وزیراعظم به د مدينې خپلې دورې په مهال د حضور﴿ص﴾ په روضه مباركه حاضري كوي او په مسجد نبوي﴿ص﴾ كښې به نفلونه هم ادا كوي۔

په دې موقع به د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره خاص دعاګانې هم غوښتلې شي۔ وزیراعظم به (نن) د نهې په ورځ هېواد ته راستنېږي

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې