په المان كښې ځانمرګي بريد كوونكې داعش سره په تماس كښې و۔ سعودي عرب

برلن (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د سوريې چارواكو ادعا كړې چې د سوئيلي المان په آنس باخ سيمه كښې ځانمرګي بريد كوونكې داعش سره د سوشل نېټ وركنګ د لارې په تماس كښې و۔

په دې پېښه كښې بريد كوونكې په خپله مړ شوے و او 15 وګړي ژوبل شوي وو۔ د المانې مېډيا له مخې د سعودي د كورنيو چارو

وزارت وئيلي دي چې د دې بريد كوونكي لخوا د سعودي په يو ټېليفوني نمبر خبرې شوې وې۔

په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په كوم نمبر خبرې شوې وې هغه نمبر د كوم سعودي وګړي په نوم رجسټر نه دے۔ د سعودي چارواكو وئيلي دي چې په دې لړ كښې المانې چارواكو سره پلټنې مخ په وړاندې روانې دي۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ