امريكائي پوځ په سوريه كښې د داعش د تېلو 83 ټانكرې تباه كړې

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) امريكائي پوځ په سوريه كښې د داعش د تېلو د 83 ټانكرو تباه كولو ادعا كړې۔ د المان د خبر رسنې ادارې له مخې د پېنټاګون وياند مېتھو اېلن خبريالانو ته ووئيل چې تېره ورځ د سوريې په ديرالزور ولايت كښې په البو كمال سيمه كښې فضائي بريدونه

شوي دي او پكښې د اتحادي هېوادونو جنګي الوتكو برخه اخيستې۔

ده ووئيل چې په دې بريدونو كښې د داعش د تېلو 83 ټانكرې تباه كړې شوې دي۔ تېر كال د اتحادي هېوادونو جنګي الوتكو داسې د تېلو 400 ټانكرې تباه كړې وې كومې چې په صحرا كښې په غېر قانوني توګه د تېلو په انتظار كښې وې۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ