په پكتيا ولايت كښې د عملياتو په مهال 29 طالب جنګيالي وژل شوي٬ په ننګرهار كښې په فضائي بريد كښې د داعش 5 غړي وژل شوي

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د افغانستان په پكتيا ولايت كښې د عملياتو په مهال 29 طالب جنګيالي مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي او په ننګرهار ولايت كښې په فضائي بريد كښې د داعش 5 غړي وژل شوي دي۔

د افغانستان ځائي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې په پكتيا ولايت كښې عمليات په دوه ولسواليو كښې شوي دي چرته چې 29 طالب

جنګيالي مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔

د چارواكو له مخې په دې عملياتو كښې د طالبانو ګڼ شمېر اډې هم تباه كړې شوې دي خو د طالبانو لخوا لا تر اوسه په دې اړه كوم بيان نه دې راغلې۔

له بلې خوا په ننګرهار ولايت كښې په فضائي بريد كښې د داعش 5 غړي وژل شوي دي۔ د ولايت د پوليسو مشر له مخې دا بريد په كوټ ولسوالې كښې شوے۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې