لوېديز افغانستان كښې په غېر ملكي سېلګرو د عسكريت خوښو په بريد كښې لس غېرملكيان مړه او پنځه ژوبل شوي

هرات (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) لوېديز افغانستان كښې په غېر ملكي سېلګرو د عسكريت خوښو په بريد كښې لس غېر ملكي سېلګري مړه او پنځه ژوبل شوي دې ۔

د چين خبر رسنې ايجنسۍ له مخې د هرات په چشتي شريف ولسوالۍ كښې د غېر ملكي سېلګرو په قافله بريد شوې۔ ولسوال د پېښې تصديق

كولو سره وئېلي دي په بريد كښې لس غېر ملكي سېلګري مړه او پنځه ژوبل شوي دي ۔

د مړو شويو سېلګرو شهريت په اړه معلومه شوې نه ده۔ده ووئيل د بريد نه پس امنيتي ځواكونو ځينې سېلګري د خپل ځان سره بوتلې او تراوسه كومې ډلې يا تنظيم د دې بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې ۔

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې