پاكستان چا سره جنګ كول غواړي او نه جنګ د مسئلو حل دے۔ زمونږ امن كښې خوښي لرل دے زمونږ كمزوري ګڼلې نه شي۔ هند د كشمير مسئله شاته كولو سره كشمير كښې روان بربريت څخه د نړۍ پام بل پلو ګرځول غواړي۔ د سرجیکل سټرائیک ډرامه د دې لړۍ يو كړۍ وه۔ د هندي آرمي چيف د کولډ سټارټ ډاکټرین په اړه تازه بيان زمونږ د اندېښنو تصديق كوي۔ پاکستان به خپله دفاع مضبوطولو له ټول ګامونه پورته كوي۔ پاك پوځ په درې كلونو كښې په لائن آف کنټرول او ورکنګ باؤنډرۍ په مجموعي توګه د هند لخوا د 945 سیز فائر خلاف ورزو مضبوط ځواب وركړے۔ آئی بی اوز او کومبنګ آپرېشنز به روان وي دغسې چی د باقي پاتې ترهګرو او سهولت كارو نوغې وويستلې شي۔ د ډي جي آئي اېس پي آر مېجر جنرال آصف غفور ميډيا ته بريفېنګ

پنډۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) د آئي اې پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي پاكستان چا سره جنګ كول غواړي او نه جنګ د مسئلو حل دے۔

زمونږ امن كښې خوښي لرل دے زمونږ كمزوري ګڼلې نه شي۔ هند د كشمير مسئله شاته كولو سره كشمير كښې روان بربريت څخه د نړۍ پام بل پلو ګرځول غواړي۔

د سرجیکل سټرائیک ډرامه د دې لړۍ يو كړۍ وه۔ د هندي آرمي چيف د کولډ سټارټ ډاکټرین په اړه تازه بيان زمونږ د اندېښنو تصديق كوي۔

پاکستان به خپله دفاع مضبوطولو له ټول ګامونه پورته كوي۔ پاك پوځ په درې كلونو كښې په لائن آف کنټرول او ورکنګ باؤنډرۍ په مجموعي توګه د هند لخوا د 945 سیز فائر خلاف ورزو مضبوط ځواب وركړے۔

آئی بی اوز او کومبنګ آپرېشنز به روان وي دغسې چی د باقي پاتې ترهګرو او سهولت كارو نوغې وويستلې شي۔ د ترهه ګرۍ په ضد د فعاله عملياتو د لارې فاټا كښې د ترهه ګرو پټ ځايونه ختم كړې شوي دي۔

زياتره ترهګر وژلي شوي باقي پاتې افغانستان ته منتقل شوي۔ د ټي ټي پي مشرتابه اوږدې مودې څخه افغانستان كښې استوګن ده۔

دوه كلونو كښې د رېنجرز عملياتو په سوب د كراچۍ حالات بدل شوي دي۔ د ترهه ګرۍ ٬ بھته خورۍ او هدفي وژنو په پېښو كښې 90% كمې راغلې۔

د ډان لیکس په اړه پلټنې روانې دي او هيله ده چې څو ورځو كښې به ئې نتيجه رامخې ته شي۔ ده د نهې په ورځ پنډۍ كښی ملكي او غېر ملكي ميډيا ته بريفېنګ وركولو۔

د ترهه ګرۍ په ضد جنګ په اړه مېجر جنرال آصف غفور ووئيل د يوې بشپړې منصوبې د لارې د كوم فرق نه غېر د ترهه ګرو ختمولو عمل مو كال 2008ﺀ كښې باجوړ څخه پېل كړے ؤ۔

وروستو دا د مهمند ٬ سوات ٬ سوئيلي وزيرستان ٬ خېبر ٬ كرم اوكزئۍ نه پاس په خپل آخري پړاؤ كښې د ضرب عضب په صورت كښی قطبي وزيرستان ته ورسېد۔

په دې جنګ كښی مونږ په مجموعي توګه د 70,920 پاکستانیانو د وينې قرباني وركړې۔ دوئي كښې 21,839 شهید او 49,081 ژوبل شوي۔ ده ووئيل د ضرب غضب آپرېشن پېل څخه تر دې دمه زمونږ بهادرو ځوانانو ټول هېواد كښې 26000 نه زيات IBOsاو کومبنګ آپریشن كولو سره هېواد كښې د امن او امان صورتحال ښه كړې۔

د آپرېشن په نتيجه كښې په عارضي توګه بې كوره شويو كورنيو كښې نزدې 84 فيصد كسان خپلو كورونو ته بېرته تلې دي او باقي روان دي۔

د آپرېشن په مهال زمونږ د پښتنو وروڼو قربانۍ او د پاك پوځ بشپړه ملګرتيا زمونږ ددې اجتماعي كاميابۍ مهمه ستن ده۔

ده ووئيل مونږ غواړو چې افغانستان كښې امن په ځائې شي دغسې چی پاكستان كښی موجود افغان كډوال خپل هېواد ته لاړ شي۔

د ضرب عضب كاميابو سره په پاك افغان پوله امنيتي صورتحال ښه شوے او دا د افغانستان په ګټه هم دے۔ ده ووئيل بلوچستان كښې هم د امن وضعه ښه

شوے۔

د اېف سي ٬ صوبائي حكومت ٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو او پوځ محنت ښې نتيجې رامخې ته شوې۔ د را او اېن ډی اېس په مرسته چې ترهه ګرو كومې كاروائۍ كولې ددې په غوره ډول پلټنې كولې شي۔

تر دې دمه بلوچستان كښې نزدې 3000 انټېلی جنس بېسډآپرېشنز شوي دي۔ 2016 كښې امن په ځائې كولو له آرمی، اېف سی او د پولیس 189 ځوانانو د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔

376 پاکستاني وګړي شهيد شوي۔ ده ووئيل سی پېک او ګوادر پورټ د بلوچستان روښانه سباؤن زېرے دے۔ ده ووئيل د كاميابۍ په دې سفر كښې زمونږ د بلوچ وروڼو مرسته او قربانۍ د قدر وړ دي۔

ده ووئيل تر دې دمه كراچۍ كښی 8840 آپرېشنز شوي دي۔ په دې مهال د رېنجرز 33 اهلکار شهید او100 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل هند زمونږ ګاونډي هېواد دے مونږ چا سره جنګ كول نه غواړو او نه جنګ د مسئلو حل دے۔

مونږ هند سره د كشمير په شمول ټولې د حل وړ ستونزېد د خبرو اترو د لارې حل كول غواړو۔ده ووئيل د تېرو درې كلونو په مهال په لائن آف كنټرول او ورکنګ باؤنډری په مجموعی توګه د سیز فائر 945 خلاف ورزۍ شوي۔

په تېرو څلور مياشتو كښې 314 خلاف ورزۍ شوي۔ په نتيجه كښې ئې 46 پاکستانی وګړي شهيد شوي۔ په ځوابي كاروائۍ كښې 40 عسكر هلاك شوي۔

ده ووئيل پاك پوځ د نړۍ يواځنې پوځ دے كوم چې كاميابۍ سره په دوه محاذونو مقابله كوي۔ ختيز اړخ ته په لائن آف کنټرول او ورکنګ باؤنډرۍ د هندي جارحيت مقابله او په داخلي محاذ ترهه ګرو ته ماتې وركول۔

په دواړو محاذونو كاميابۍ سره د هېواد دفاع كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان په اوسني وخت كښې د 3 توغندو او ابابيل كاميابه تجربه كړې۔

او دا د پاكستان د مضبوطې دفاع عكاسي كوي۔ ده ووئيل نړۍ او د افغانستان جدي حلقې دې څخه ښه خبر دي چې پاكستان افغانستان كښې د ترهه ګرۍ روانو كاروايو كښې ككړ نه دے۔

ده ووئيل د پوځ سرلښكر افغانستان مشرتابه سره ټېليفوني تماس نيولو سره د اوسنو چاؤدنو په سختو ټكو كښې غندنه كړې او د قيمتي ځانونو په زيان ئې د افسوس څرګندونه كړې۔

د پوځ سرلښكر د خپل دے لوظ څرګندونه كړې چې پاكستاني افغانستان كښې امن غواړي۔ او افغانستان سره په ګډه به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان ساتي۔

ده ووئيل پاك پوځ د 15 مارچ څخه د قامي مردم شمارۍ ٬ خانه شمارۍ عمل كښې مرسته كوي۔ په دې لړ كښې ئې پلاننګ بشپړ كړے۔

2 لكھھ عسكر به دې كار كښې برخه اخلي۔ ده ووئيل مونږ د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې اولس يو موټي كولو او د ترهه ګرو نظريه رد كولو كښې د ميډيا د كردار ستائنه كوؤ۔

ده ووئيل پاک پوځ دا عزم لري چې قامي مفاد ته به په هر څيز ترجيح وركولې شي او د رياست د ټولو ادارو به د هېواد ګټې ترلاسه كولو له مرسته كولې شي۔ )وا/ګ ل/2135)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې