پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) مالاکنډ اېجنسۍ كښې په ټرافيكي پېښه كښې د 5 مېرمنو پشمول د مړو كسانو شمېره 11 ته رسېدلے۔
د نجي ټي وي راپور له مخې د مالاكنډ په ستره لاره د مسافرو دوه
ګاډي يو بل سره په ټكر شوې چې پكښې د 5 مېرمنو پشمول 7 كسان په ټكي مړه او 9 ژوبل شوي وو۔
په ژوبل شويو كسانو كښې 4 نورو كسانو په روغتون كښې سا وركړې چې پكښې د ګاډو ډرائيوران هم شامل دي۔