د لوړو زده كړو كميسون ﴿اېچ اي سي﴾ د ټول هېواد څخه د پي اېچ ډي وظيفو لپاره د خواستونو جمع كولو موده د فرورې تر 15مه نېټه پراخا كړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) د لوړو زده كړو كميسون ﴿اېچ اي سي﴾ د ټول هېواد څخه د پي اېچ ډي وظيفو لپاره د خواستونو جمع كولو موده د فرورې تر 15مه نېټه پراخا كړه۔

د اېچ اي سي چارواكو له مخې خواست كوونكي يوازې آن لائن خواستونه جمع كولې شي۔ په دې پړاؤ كښې د تحريري خواستونو يا د نورو دستاوېزاتو د نقلونو وركولو ضرورت نشته۔ ﴿م ع/ م ع 1945﴾

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې