د عمران خان د سوچ او سياست نه علاوه پاتې په ټولو څانګو كښې ځانګړې بهتري روانه ده٬ د سپېځليو پالېسو په نتيجه كښې حكومت په بېلا بېلو پروژو كښې د اربونو روپو بچت كړے۔ وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28جنوری2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې د عمران خان د سوچ او سياست نه علاوه پاتې په ټولو څانګو كښې ځانګړې بهتري روانه ده٬ د سپېځليو پالېسو په نتيجه كښې حكومت په بېلا بېلو پروژو كښې د اربونو روپو بچت كړے۔

يو پلاوي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم

محمد نواز شريف هره اونۍ د پرمختګ او د خوشحالې د كومې نوې پروژې پرانسته كوي او د دې په ضد عمران خان هره ورځ د كومو نويو بې بنسټه تورونو يا دهرنې او د فساد فيته پرې كوي۔

ده ووئيل چې د پاكستان په ټولو څانګو كښې بهتري راغلې٬ امن او امان راغلې٬ د توان بحران حل كړې شوې۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې كرپشن كم شوے۔ ﴿م ع/ م ع 1945﴾

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې