قامي اسمبلۍ كښې د اړي ګړي پېښه افسوس ناكه ده٬د معاملې حل لپاره به د ګل په ورځ بيا غونډه رابلو٬ د تحريك انصاف د شهريار آفريدي غړيتوب معطل دې٬بايد نااشنا كس ايوان ته رانه شي۔ سپيكر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې قامي اسمبلۍ كښې د اړي ګړي پېښه افسوس ناكه ده٬د معاملې حل لپاره به د ګل په ورځ بيا غونډه رابلو٬د تحريك انصاف د شهريار آفريدي غړيتوب معطل دے٬بايد نااشنا كس ايوان ته رانه شي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې پھ ورځ د ټولو پارلماني ګوندونو غونډې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ دا غونډه په پارلېمنټ كښې د زيارت په ورځ د تحريك انصاف او حكومتي غړو ترمينځه د اړي ګړي په پیښه رابللې شوې وه۔

سردار اياز صادق ووئيل چې د اسمبلۍ تقدس باوري كول د ټولو غړو او ګوندونو ذمه واري ده خو دا پیښه ډېره افسوس ناكه ده۔

اياز صادق ووئيل چې د غونډې ټولو ګډون كونكو رايه دا ده چې د دواړو لخوا زياتې شوې٬ د دې ازاله كول پكار دي۔ د ايوان تقدس ته زيان رسول نه دي پكار۔

د يوې

پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پارلماني غړو عزت په لړ كښې ټولو ګوندونو لخوا جلا جلا تجاويز راغلي۔ د دې صورتحال ترمخه پريكړه شوې چې د ګل په ورځ درې بجې به بيا غونډه كېږي۔

په غونډه كښې به د ټولو پارلماني ګوندونو مشران د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د ګوندونو لارښودو ته به خواست كولې شي چې خپل پارلماني غړي د غېر پارلماني ژبې د نه كارولو پابند كړي دغسې چې سباؤن كښې دا ډول صورتحال رامخې ته نه شي۔

د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د ګل په ورځ د غونډې نه پس به پريكړه كولې شي چې مونږ له وړاندې څه كول دي۔

د يوې بلې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل ما غونډې ته وئېلي دي كه ايوان په ما باور نه كوي نو زه به استعفٰی وركړم۔ د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل چې د شهريار آفريدي ركنيت معطل دے٬ هغه ايوان ته څنګه راغلې د دې به هم جاج اخستلې شي۔

(ص ف/م ع/وس/1922)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې