د حاجي ګل محمد دومړ سياسي٬ سماجي خدمات او آئين او د جمهوريت سرلوړې لپاره قربانې د هېرولو نه دي۔ سناتور سردار يعقوب خان ناصر

كوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د سېنېټ د اوبو او برېښنا قائمه كمېټې چيئرمېن سناتور سردار يعقوب خان ناصر د بلوچستان نامتو سياسي او قبائيلي شخصيت او د جميت علما اسلام د صوبائي اسمبلۍ غړي حاجي ګل محمد دومړ په مړينه خواشيني ښودلې۔

د جمعې په ورځ د غمرازې په بيان كښې ده ووئيل چې

د حاجي ګل محمد دومړ سياسي٬ سماجي خدمات او آئين او د جمهوريت سرلوړې لپاره قربانې د هېرولو نه دي۔

ده ووئيل چې اولس د ريښتيني سياسي او نظرياتي سياست دان نه محروم شوے۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔﴿م ع/ ګ ل 1922﴾

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې