په ايوان كښې چې وشول غلط وشول٬ بايد داسې نه وو شوي۔ وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده وئيلي دي چې په ايوان كښې چې وشول غلط وشول٬ بايد داسې نه وو شوي٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر د پېښې پلټنې كوي۔
د جمعې په ورځ د پارلمان په
خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې تېره ورځ په ايوان كښې چې د مخالفو ګوندونو لخوا چې څه شوي٬ بايد داسې نه وو شوي۔
داسې پېښې د پارلماني ادابو په ضد دي٬ آيا اولس دوي دې مقصد لپاره پارلمان ته رالېږلي دي۔ ﴿م ع/ ګ ل 1922﴾