د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړے شهريار آفريدي د ټاكنو په كميسون كښې د ټېكس كلنې ګوشوارې په نه جمع كولو پارلمان ته د داخلې نه منع كړے شو
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړے شهريار آفريدي د ټاكنو په كميسون كښې د ټېكس كلنې ګوشوارې په نه جمع كولو پارلمان ته د داخلې نه منع كړے شو۔
شهريار آفريدي د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون كولو لپاره چې كله د پارلمان
وړومبې دروازې ته ورسېدو نو د قومي اسمبلۍ په امنيت مامور عملې شهريار آفريدي پارلمان ته د ننوتلو نه منع كړو اجو وې وئيل چې تاسو د ټاكنو په كميسون كښې د ټېكس كلنې ګوشوارې نه دي جمع كړې۔
د دې نه پس د قومي اسمبلې غړے شهريار آفريدي ستون شو۔ ﴿م ع/ ګ ل 1922﴾