د پي اے سي غونډه كښې د اقتصادي چارو ډويژن او د موسمياتي بدلون وزارت د 09-2008 اډټ اعتراضات جاج واخستې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د پبلك اكاٶنټس كمېټۍ (پي اے سي) د ذېلې كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ د كنوېنئر سردار عاشق حسېن ګاپانګ په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د اقتصادي چارو ډويژن او د موسمياتي بدلون وزارت د 09-2008 اډټ اعتراضات جاج واخستې شو۔

غونډه كښې د كمېټۍ غړو ډاکټر عذرا فضل پیچوهو او د شاهدہ اختر علی نه علاوه د اړوند سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو ۔

د يو آډټ اعتراض د جاج په مهال د موسمياتي بدلون وزارت لخوا كمېټۍ ته ووئيل ځنګلي حيات صوبائي معامله ده او د موحوليات پحقله پاكستان 19 نړيوالو

لوظنامو سره تړون لري او ھغې سره پاكستان په تماس كښې دے٬ ځنګلي حيات له 4 اربه روپۍ بېلې كړې شوې د نړيوال بانك څخه هم روپې تر لاسه كيږي٬ صوبې خپلې منصوبې لري او د صوبو د لارې به په دې منصوبو روپې لګولې شي۔

د اقتصادي چارو ډويژن د آډټ اعتراضات تفصيلي جاج اخستو په مهال كمېټۍ امر وكړو چې په وزارتونو كښې دې مالياتي نظم او نسق له تګلاره باوري كړې شي۔

كمېټۍ دا هم امر وكړو چې بايد ادارې د محكمو د كمېټو غونډې كول باوري كړي دغسې چې آډټ اعتراضونه هډو د پبلك اكاٶنټس كمېټۍ په وړاندې رانشي ۔)م ع/ض ض/ګ ل/1728)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې