د اسلام آباد په پي ډبليو ډي كالونې كښې د سلنډر په چاودنه كښې 3 كسان مړه او 4 ژوبل شوي دي
اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د اسلام آباد په پي ډبليو ډي كالونې كښې د سلنډر په چاودنه كښې 3 كسان مړه او 4 ژوبل شوي دي۔
د پي ټي وي راپور له مخې د اسلام آباد په پي ډبليو ډي كالونې كښې شپې په وخت د ګاز ليكج په نتيجه
كښې د سلنډر چاودنه وشوه او په نتيجه كښې ئې د كور چت والوزېدو۔
په چاودنه كښې درې كسان مړه او څلور ژوبل شوي دي كوم چې روغتون ته رسول شوي دي۔ د روغتون ذريعو له مخې د ژوبل شويو كسانو حالت د خطر نه بهر دے۔ ﴿م ع/ ګ ل 1230﴾