د پښتنو د محرومۍ يوازې حل د فاټا خېبر پښتونخوا كښې انضمام دے ۔ آفتاب شېرپاؤ

پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) د قامي وطن ګوند مركزي چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ د فاټا په خېبر پښتونخوا كښې په شاملولو زور رواړلو سره واضح كړې چې دا د پښتنو د محرومۍ لرې كولو يوازنۍ حل دے او د فاټا په خېبر پښتونخوا كښې انضمام سره به صوبه د هېواد تر ټولو لويه صوبه جوړه شي او وسائل به زيات شي ۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده پېښور كښې يوې اولسي غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل وخت راغلې چې مركزي حكومت يو قوي وفاق جوړولو له ګامونه پورته كړي كوم چې صوبو ته د خپل حق وركولو نه غېر ممكن نه دے۔

ده ووېيل د اتلسم بدلون نه پس صوبو

ته د قدرتي وسائلو بشپړه واك ترلاسه شوې دغسې چې محرومۍ لرې كول ممكن شي۔ ده ووئيل منطقه كښې ښه امن له افغانستان سره د ورورولۍ اړيكې ډېرې ضروري دي ۔

ده ووئيل صوبه كښې سرمايه كارۍ او د صنعتي پرمختګ لاره هوارولو له ضروري ده چې د صوبې ټرانسمېشن لائن اپ ګرېډ كړې شي دغسې چې د لوډشېډنګ خاتمه ممكنه شي ۔

ده ووئيل زمونږ ګوند د پښتنو يوازې نمائنده ګوند دے او د دوي د حقونو تحفظ او خېرښګړې له به په موثره توګه كردار ترسره كولو سره په هر فورم د پښتنو ترجماني كوي۔

په دې موقع د ګوند صوبائي مشران او نور چارواكي هم موجود وو۔) م ع/ض ص/ګ ل/2027)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې