په لواري ټاپ په پنځو ورځو كښې 8 فټه واوره ورېدلې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) په لواري ټاپ په پنځو ورځو كښې 8 فټه واوره ورېدلې او له امله ئې د ټرانسپورټ نظام له مينځه تللې۔

د شخصي ټي وي چېنل له مخې چترال سره په نزدې سيمو كښې د باران او واورې ورېدو لړې روانه ده٬ په يرغون٬ پرخوندش٬ شاه سليم او او اوير كښې په زياتره

سيمو 4 فټه واوره ورېدلې او د زياتره سيمو زمكيزه رابطه منقطع شوې۔

د باران او واورې ورېدو نه پس يخني هم زياته شوې۔ له بلې خوا په لواري ټنل 8 فټه واوره پرته ده او له امله ئې د ټرافيك نظام وېجاړ شوے۔ چارواكو د سېلګرو په راتګ څلور ورځې وړاندې بندېز لګولے دے۔) م ع/ض ص/ګ ل/2027)

گوگل پلس په واټس اېپ شريک کړئ

نورې ليکنې