پاکستان اروپائي ائتلاف سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ د سرتاج عزیز د اروپا پارلماني غړي افضل خان سره خبرې
اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دې پاکستان اروپائي ائتلاف سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د پاكستان او اروپائي ائتلاف پارنټرشپ په سم لوري روان دے۔
دا خبرې سرتاج عزيز د اروپا پارلماني غړي افضل خان سره د زيارت په ورځ ملاقات په مهال كړې۔ سرتاج عزيز په اروپائي پارلمان كښې د مقبوضه كشمير په مسئله د افضل خان پرله پسې مرسته وستائله۔
خارجه صلاحكار
اوسنې اړيكې لا مستحكمولو له د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني پلاويو د تګ راتګ په ضرورت زور رواړو۔
سرتاج عزیز افضل خان ته د اولسي خېرښګړې٬ امنيت ٬ اقتصادي پرمختګ او د توان په بحران قابو موندلو له په حكومتي پاليسو بريفنګ وركړو ۔
په دې موقع افضل خان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان حكومت او اولس قربانيو اعتراف وكړو او د بشري حقونو تحفظ او ودې له د حكومت د اقداماتو ئې ستائنه وكړه ۔)وا/ض ض/ګ ل/2133)