اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د سېنېټ چیئرمېن میا رضارباني سره پاكستان كښې د آذربائیجان سفیر علي علیزادہ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ۔
د سېنېټ چيئرمېن د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي كچه روابط زياتولو او د دوه اړخيزه مرستې د لا ودې وركولو په حاجت ټينګار كولو سره وئيلي دې پاكستان آذربائیجان سره د ملګرتييا
اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې دا اړيكې په پارلماني كچه لا پراخه كړې شي۔
ده ووئيل سېنېټ كښې د دواړو هېوادونو د دوستۍ ګروپ جوړ كړې شوې كوم چې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د رابطو استحكام ته لا وده وركولو له مرستياله وګرځي۔
ده د آذربائیجان پارلماني سپيكر له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ )وا/ض ض/ګ ل/2133)